سخنرانی رئیس هیئت مذاکره‌کننده جمهوری اسلامی افغانستان در نشست عمومی هیئت‌های مذاکرات صلح افغانستان

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۷:۳۸

۲۵ سنبله ۱۳۹۹

الحمدﻟﻠﻪ رب العالمین والصلاة و السلام ﻋﻠﯽ أﺷﺮف اﻷﻧﺒﯿﺎء و المرسلین نبینا ﻣﺤﻤﺪ و ﻋﻠﯽ آﻟﻪ و ﺻﺤﺒﻪ أﺟﻤﻌﯿﻦ

درنو او عزتمندو وروڼو او خویندو، د دواړو خواوو د مذاکراتي هیئتونو محترمو غړو، ټولو حاضرینو،

السلام علیکم و رحمة‌الله و برکاتهُ

له هرڅه دمخه غواړم تاسو درنو حضارو ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړم.

د الله (ج) پیرزوینه ده چې نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب نن سره یوځای ناست یو ترڅو د خپلمنځي خبرو له لارې په خپل دردیدلې او ځوریدلې هیواد کی د وینو د بهیدو مخنیوی وکړو او دایمي سولې راوستو سره دا عظیم مسولیت اداء کړو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ۲۱ کسیزه پلاوی چې د هیواد له بېلابېلو قشرونو، دیني، سیاسي، اجتماعي، فرهنګي او فکري جوړښتونو استازیتوب کوي، ژمن دی چې د ورورولۍ په فضا کې او د افغانستان د خلکو له هیلو سره سم او د الله تعالی له نصرت سره د یوې باعزتې سولې ته د رسیدلو لپاره چې نتیجه یې بشپړ امنیت او ثبات وي، هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

می‌خواهم در ابتدا به همه شهدا و قربانیان جنگ در کشور اتحاف دعا نمایم و از خداوند متعال برای خانواده‌های‌شان صبر جمیل طلب کنم. بدون شک مردم افغانستان از ۴۰ سال به اینسو قربانی جنگی شده‌اند که اصلاً جنگ خودشان نیست و بالای‌شان تحمیل شده است.

افغانستان امروز از نقطه نظر اجتماعی، اقتصادی، منابع بشری و طرز بینش شاهد تغییرات بنیادی است و دارای یک نظام با پایه‌های وسیع و زیرساخت‌های مستحکم است که در آن حقوق و آزادی‌های همه اتباع کشور بر بنیاد عقاید و ارزش‌های اسلامی محفوظ است. از همه مهم‌تر اینکه نظام فعلی را تمام کشورهای جهان به رسمیت می‌شناسد، در حالی که قبل از ایجاد جمهوری اسلامی افغانستان، این کشور در یک انزوای کامل بین‌المللی قرار داشت. در عرصه تعلیم اسلامی پیشرفت‌هایی صورت گرفته است که ممکن در چهل سال گذشته بی‌سابقه باشد. علاوه بر ساخت و ترمیم صدها مساجد و تقویت تعلیمات ثقافت اسلامی در نهادهای تعلیمی و تحصیلی در کشور، بیشتر از یک هزار مراکز دینی از جمله مدارس، دارالعلوم‌ها و دارلحفاظ ایجاد شده است.

نظام جمهوریت و قانون اساسی موجود کشور نقطه وصل ملت ما است. قانون اساسی فعلی که توسط بزرگ‌ترین و مهم‌ترین مرجع تصمیم‌گیری یعنی لویه‌جرگه تصویب گردید، در تاریخ کشور سابقه ندارد. این قانون از لحاظ ارزش‌های اسلامی، در سطح منطقه و در مقایسه با ۲۳ قوانین اساسی جهان که دین اسلام را دین دولت قرار داده‌اند، یکی از معتبرترین قوانین است.

باید به یاد داشته باشیم که اعمار کشور و نظام به سال‌ها کار و قربانی نیاز دارد ولی برای ویرانی و ازهم‌پاشی آن لحظه‌ها کافی است. از این رو، صلح نباید به معنی برگشت به عقب و ویرانی ساختارهای موجود باشد، بلکه برای احیا، اصلاح و تقویت بیشتر آنها در چارچوب نظام اسلامی که از اعتبار منطقوی و جهانی برخوردار بود، تلاش نمود.

ډیرو معززو وروڼو او خویندو

همدا اوس چې مونږ دلته ناست یو هیواد کې مو په لسګونو ځوانان شهیدان، میندې بورې، خویندې مو کونډې او بچیان مو یتیمان کیږي. د ملګرو ملتونو د یوه راپور پر اساس، له تیرو لسو کلنو راهیسې هر کال شاوخوا لس زره ملکي تلفات مو لرلي دي. یوازې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۷۹۵ ملکي او بې‌ګناه وګړي مو شهیدان او ټپیان شوي دي. دا چې چا ډیر او یا کم وژلي اصلاً د بحث وړ خبره نده. مهمه خبره دا ده چې ولې او په کوم جرم افغانان وژل کیږي؟

ډیرو محترمو وطنوالو

زما یوه غوښتنه لدې درنې غونډې څخه داده چی راځئ لکه د نړۍ نور انسانان او ملتونه خپل هیواد کې ټولو ناخوالو او مشکلاتو ته په کتو داسې یو تفاهم ته ورسیږو چې په نتیجه کې یې جګړه ختمه او د هیواد د بیا رغونې لپاره کار وشي او خلکو ته د ښه ژوند امکانات برابر شي. آیا مونږ له هغو هیوادونو څخه چې خپلو خلکو ته یی هوسا ژوند برابر کړی، کم یو؟

د افغانستان اسلامي جمهوریت یوې دایمي سولې ته د رسیدو لپاره ټینګه اراده او عزم لري او دایې په عمل کې ثابته کړې ده. د افغانستان دولت له ۵۵۰۰ څخه زیات بندیان له کوم قید او شرط پرته او سولې ته د رسیدو په هیله خوشې کړل. دا ګام د یوه قوي نیت او صداقت ښکارندوی دی چې ممکن په نړۍ کې د سولې په اړه تکرار شوی نه وي. مونږ هیله‌من یو چې دغه خوشي شوي بندیان د خپل تعهد سره سم نه یوازې دا چې جګړې ته ولاړ نشی بلکې د سولې په راوستو کې له مونږ سره مرسته وکړي

څرنګه چی پوهیږئ د مذاکراتو د کامیابۍ یو مهم راز سولې لپاره کلکه اراده ده او دواړه لوري باید سولې ته د رسیدو لپاره یو مشترک درک ولري. که چیرته دغه اصل موجود نه وي نو که هرڅومره زیار وایستل شي سوله به ممکنه نه وي.

دې کې هم هیڅ شک نشته چې مونږ او تاسو د یوه هیواد د وګړو په حیث هر یو خپل دردونه، ترخې تجربې، او د مذاکراتو لپاره خپلې غوښتنې، ملاحظې او شرایط لرو او سولې ته د رسیدو لپاره بیلابیل فکرونه او نظرونه لرو. خو یقین لرم چې دا راټول شوي وروڼه او خویندې د سولې لپاره اجماع لري ځکه بله لاره نشته.

دا یوه طبیعي خبره ده چې په مذاکراتو کې هره خوا پر خپلو اصولو، ارزښتنو او غوښتنو باندې ټینګار کوي  او کوښښ کوي چې تر ډیره بریده خپلې غوښتنې پر مقابل لوري باندې ومني. خو باید دا هم په پام کې ولرو چې تیرو تجربو ته په پام سره غوښتنې مو یوازې د الله تعالی د رضا او د هیواد په ګټه وی، نه د شخصی اغراضو په خاطر.

درنو او عزتمندو وطنوالو

زمونږ د خلکو تر ټولو ستر او مهم لومړیتوب په هیواد کې د وینې بهیدنې مخنیوی دی. دا چی هر عنوان ورکوو خو د ولس توقع زموږ او ستاسو څخه داده چې نور دوی له وژنو او کړاوونو څخه وژغورو.

په دویم ګام کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم باید د خلکو امنیت او مصؤنیت ته جدي رسیدنه وشي او په دې اړه باید هر اړخیزې خبرې اترې وکړو.

سیاسي مشارکت چې مختلف ابعاد لري ممکن مشکل بحث وي خو د هیواد د راتلونکي لپاره ډیر زیات مهم دی، ځکه نو باید د دې کار د عملي کیدو لپاره په یوه کړنلارې خبرې او مشورې وکړو. لازمه ده چې د دغې موضوع پر هر اړخ باندې دقیقې خبرې وکړو ترڅو یوې معقولې حل لارې ته ورسیږو.

وروسته ته بیا په نورو مهمو مسایلو لکه د هیواد بیا رغونه، د بشري خدماتو رسول، فقر سره مبارزه، د مهاجرینو بیرته راستنیدل، نړیوال ضمانتونه چې نور مو هیواد د خارجي توطئو نه قرباني کیږي او داسې نورو مسایلو باندې خبرې وکړو. مونږ د دې کار پوره چمتو یو.

زما وړاندیز دا دی چې راتلونکو څو ورځو کې د خپلو مذاکراتو لپاره یوه اجنډا او یا چوکات جوړ کړو او د لومړیتوبونو پر اساس پر یو لړ موضوعاتو باندې توافق ته ورسیږو. د ولس له غوښتنو سره سم په لومړي سر کې وینو تویدو ته خاتمه ورکړو، د هیوادوالو امنیت او مصونیت ته رسیدنه وکړو او نورو اساسي موضوعاتو باندې صلاح او مشورې وکړو.

همدارنګه پر ځينو اصولو او قواعدو باید توافق وکړو ترڅو د مذاکراتو بهیر په ښه توګه پر مخ ولاړ شي. څرنګه چې مو په هیواد کې دردونه مشترک دي د سولې په بهیر کې به مو بریاوې هم مشترکې وي.

 

د تلپاتې سولې په هیله، به امید یک افغانستان آرام و مرفه