د سولې په چارو کې د دولت وزير د جاپان له سفير سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري د جاپان له سفير تاکاشي اوکادا سره وکتل.
په دې کتنه کې د سولې د روان بهير پر وروستيو بدلونونو او د دغه راز د سولې پروسې اړوند نورو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزير په تېرو دوو لسيزو کې د جاپان له مرستو د مننې تر څنگ وويل چې د سولې له پروسې د هېوادونو ملاتړ د افغانستان خلکو ته خورا مهم دی.
د جاپان سفير هم د خپل هېواد د مرستو، په ځانگړي ډول د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
