«د ښځینه خبریالانو له لیده د سولې په بهیر کې د ښځو رول» مشورتي ناسته وشوه

a.zia
Wed, Apr 07 2021 1:39 PM
Smp

 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کنفرانسونو په تالار کې «د ښځینه خبریالانو له لیده د سولې په بهیر کې د ښځو رول» مشورتي ناسته وشوه چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، حکومتي چارواکو، رسنیزو فعالانو، د بیان د آزادۍ مدافعینو او ښځینه خبریالانو ګډون پکې کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د دې غونډې په پيل کې د سولې په بهیر کې د ښځو په تېره د ښځینه خبریالانو د رول پر اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل چې ښځې باید د سولې د بهیر رسا غږ وي.
دې وویل چې ښځینه خبریالانو تل د بیان آزادۍ د ساتلو هڅه کړې ده؛ له همدې امله د دغه ارزښت په ساتلو کې د ښځو رول ډېر اهمیت لري او اړتیا ده چې د ښځینه خبریالانو نظرونه هم د سولې په بهیر کې شریک شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د سولې مذاکراتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې افغانستان د سولې د بهیر په مهم پړاو او د استانبول د کنفرانس په درشل کې دی.
ده ټینګار وکړ چې د دوحې په مذاکراتو کې لا پر محتوايي موضوعاتو خبرې نه دي شوې. ده وویل چې د بیان آزادي او د ښځو رول هغه ارزښتونه دي چې د مذاکراتو په اجنډا کې دي.
ښاغلي نادري د ملي اجماع پیاوړي کول مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د ترکیې د کنفرانس تر پیل پورې به د افغانستان پلاوی په واحد نظر او اجماع سره په ناسته کې حضور ولري.
د ولسي جرګې غړې مریم سما د ښځو د دوو لسیزو لاسته‌راوړنو ته په اشارې سره وویل چې د سولې بهیر باید د رسنیو د همکارانو، د ښځو د حقونو د فعالانو او د افغانستان د نورو پاړکو په مرسته له یوې افغاني طرحې سره مخته یووړل شي.
دې ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې باید د بیان آزادي وساتل شي او ویې ویل چې سوله به د ښځو د حقونو او بیان آزادۍ له ساتلو پرته شونې نه وي.
آغلې سما د ښځينه خبریالانو او په ټولنیزو برخو کې د فعالو ښځو مسئله د سولې په بهیر کې د ښځو د حقونو په ټولیز چوکاټ کې پام وړ وبلله.
د جمهور رئیس سترې سلاکارې ملالۍ شینوازې هم وویل چې د سولې په بهیر کې یوازې ښځې د ښځو د حقونو دفاع کولی شي.
آغلې شینوارې د ښځو د حقونو پر ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه پاړکي د حقونو پر ساتلو سربېره باید په مذاکراتو کې د ښځو د پرمختګ او ودې په اړه خبرې او ژمنې وشي.
د ملي رادیو ـ تلویزیون رئیس محمد اسماعیل میاخېل د رسنیو او ښځینه خبریالانو لاسته‌راوړنو ته په اشارې سره وویل، اړتیا ده چې رسنۍ د ښځو د غږ په رسولو او ښځو ته د محتوا په جوړولو کې لا ډېر تمرکز وکړي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جنډر مسؤولې وحیدې فیضي د خبریالانو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ښځینه خبریالانې باید په‌خپله د خبریالانو غږ د مذاکرې تر مېزه ورسوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې سیدې مژګان مصطفوي د رسنیو په فعالیتونو کې د ښځو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل چې ښځینه خبریالانې تل د جګړې او تاوتریخوالي قربانیانې وې، خو هېڅکله دا نه‌مني چې د سولې قربانیانې شي.
آغلې مصطفوي د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د جګړې اړوند قوانین نه مراعاتېږي او پر خبریالانو هم بریدونه کېږي.
دې وویل، هیله‌منه یم پر هغو ژمنو عمل وشي چې د ښځو د حقونو او بیان آزادۍ د ساتلو لپاره شوې دي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې شریفې زرمتۍ وردګ په دې ناسته کې وویل چې مذاکره‌کوونکي پلاوی د افغانانو د ټولو منل شویو ارزښتونو دفاع ته ژمن دی. 
دې ډاډ ورکړ چې مذاکره‌کوونکی پلاوی به په یوه خوله د ښځو د حقونو او بیان د آزادۍ دفاع وکړي.
په دې ناسته کې ګډونوالو ښځینه خبریالانو دې پوښتنې ته ځواب ورکړ چې د سولې مذاکراتو له بهیر څخه د ښځینه خبریالانو اساسي غوښتنه څه ده؟ او د دغو غوښتنو د پوره کېدو لپاره به څه وشي. ګډونوالو دغو پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو تر څنګ خپلې پوښتنې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.
د بیان آزادۍ ساتل، د سولې په ناستو کې د ښځینه خبریالانو فعال حضور او خبریالانو ته د سولې د ناستو جزئیات ورکول هغه موارد وو چې ښځینه خبریالانو ټینګار پرې وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د غونډې په راټولولو کې وویل چې د افغانستان د خلکو او ښځو درد ګډ دی او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ټولنې د ۵۰ سلنه نفوس د عدالت‌غوښتنې لپاره کار کوي چې هغه ښځې دي.
دې د سولې په بهیر کې د بېلابېلو پاړکو مشارکت ته اشاره وکړه او ویې ویل، پر داسې طرحو کار کېږي چې له مخې به یې ښځې، مدني ټولنه، رسنۍ او قربانیان د سولې په ناستو کې حضور ولري.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS