د هرات مدني فعالان د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر فعاله ونډه ټینګار کوي

a.zia
Sun, Feb 21 2021 11:00 AM
smp

 

د هرات ولایت د مدني ټولنې فعالانو په یوه آنلاین ناسته کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت حمایوي او اداري مرستیال غلام‌یحیی عباسي ګډون پکې کړی و، د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر فعاله ونډه ټینګار وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت حمایوي او اداري مرستیال غلام‌یحیی عباسي د دغې ناستې په پیل کې د سولې لپاره د مدني ټولنې د فعالانو د پرله‌پسې هڅو مننه وکړه او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکړنو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. ده وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې د سولې دیپلوماسي پیاوړې کړي او د سولې جوړولو، سولې ساتلو او سولې بنسټیزولو د درې‌ګونو پړاوونو عملي کولو ته کار وکړي.
ښاغلي عباسي وویل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مذاکره‌کوونکي پلاوي ته د لوجستکي خدمتونو پر برابرولو سربېره هڅه کړې ده چې د بېلابېلو پاړکو غږ د مذاکرې مېز ته ورسېږي او د مذاکراتو په جریان کې د خلکو غږ منعکس شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت حمایوي او اداري مرستیال تر مذاکراتو مخکې، د مذاکراتو د جریان او تر مذاکراتو وروسته پړاوونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې له بېلابېلو پاړکو سره پر اړیکو سربېره له نړیوالو بنسټونو سره هم په اړیکه کې یو او د سولې په اړه مو د هغوی نظرونه اخیستي دي.
ښاغلي عباسي وویل چې د مدني ټولنې له فعالانو سره به د سولې په چارو کې د دولت وزارت اړیکه دوامداره وي او هڅه کېږي چې دوی له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره وصل وي.
مدني فعالې سونیا احمدي د ځوانانو د نوي نسل جرګې په اړه معلومات وړاندې کړل چې په هرات ولایت کې د ځوانانو او مدني ټولنې د بنسټونو په هڅه جوړه شوې ده. دې وویل چې د دغې جرګې پرېکړه‌لیک له بېلابېلو بنسټونو سره شریک شوی او غواړي چې د جګړې له لوریو سره یې هم شریک کړي.
عزیزاحمد کریمي د سولې په اړه د دغه ولایت د ځوانانو پر لیدلورو وغږېد او ویې ویل چې ځوانان باید د شخړو حلولو او سولې مذاکراتو په بحث کې څنډې ته نه وي، اړتیا ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې برخه کې کار وکړي.
ده ټینګار وکړ څرنګه چې ځوانان د ملي یووالي په ټينګښت کې ګټور رول لرلی شي، د سولې په بهیر کې یې فعاله ونډه هم ګټوره واقع کېدای شي.
د مدني ټولنې فعال عبدالهادي قانع هم وویل چې مدني ټولنه تل د ټولنیزې سولې د ټینګښت هڅه کوي او د دغه بهیر د ښه کولو لپاره اړتیا ده چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره دوامداره اړیکه جوړه شي، تر څو د دغه ولایت د خلکو او مدني ټولنې د بنسټونو غوښتنې له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره شریکې شي.
پریسا نوري د نوي نسل او ځوانانو د استازو جرګې د 1399 د لیندۍ د لومړۍ نېټې پرېکړه‌لیک ولوست.
اوربند، د ځوانانو لیدلورو ته پام، د سولې په بهیر کې د ځوانانو فعال ګډون، د پالیسۍ جوړولو او تصمیم‌نیولو په کچو کې ځوانانو ته ونډه ورکول، د ولس‌پالنې د پیاوړتیا لپاره د مدني ټولنې له کادرونو څخه استفاده، د سولې مذاکراتو په جریان کې د افغانانو د سرو کرښو په ساتنه کې همکاري، د سولې په بهیر کې د ښځو ونډه خوندي کول، د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو حضور، د سولې په مذاکراتو کې د مدني ټولنې د استازو حضور، د مدني ټولنې د بنسټونو له‌خوا د سولې هوکړه‌لیک پر تطبیق څارنه او د ملي پخلاینې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو منځګړیتوب د دغې جرګې په مهمو غوښتنو کې شامل وو چې د غونډې ګډونوالو مطرح کړل.
ورپسې د غونډې ګډونوالو پوښتنې وکړې.
غلام‌یحیی عباسي د غونډې د ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د خلکو د بېلابېلو پاړکو د غوښتنو ملاتړی دی، د سولې د جوړښتونو او نړیوالو ملاتړو ټینګار د خلکو د لاسته‌راوړنو پر ساتنه دی او دا لاسته‌راوړنې به وساتل شي.
همدا راز د سولې په بهیر کې د ځوانانو پر مقام وغږېد او ویې ویل چې د وزارت تر ټولو ډېر کارکوونکي د بېلابېلو قومونو ځوانان دي.
د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري هم وویل چې د افغانستان خلکو ته د دولت له ژمنې سره سم او همدا راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک له مخې به ښځې د سولې په بهیر کې برخه ولري او مقام به یې د نورو وګړو په څېر په پام کې وي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS