ولسي شوراګانو او د مدني ټولنې بنسټونو د تاوتریخوالي درېدو او اوربند غوښتنه وکړه

a.zia
Wed, Feb 10 2021 11:14 AM
smp

ولسي شوراګانو او د مدني ټولنې بنسټونو په یوه ناسته کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې ګډون پکې کړی و، د تاوتریخوالي درېدو او اوربند غوښتنه وکړه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې حاضرینو ته د هرکلي تر څنګ وویل چې د افغانستان ټول خلک تل‌پاتې، باعزته او عادلانه سوله غواړي؛ داسې سوله چې د افغانستان د خلکو لاسته‌راوړنې او ارزښتونه پکې وساتل شي.
دې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکړنو او د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره د مشورتي ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل، په دوحه کې یې د مذاکراتو د بهیر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د خلکو د نظرونو او وړانديزونو اخیستو لپاره له بېلابېلو پاړکو سره د مشورتي ناستو لړۍ لا هم دوام لري.
د ولسي شوراګانو او مدني ټولنې بنسټونو د مجمع رئیس مجتبی مرزبان د دغه بنسټ او د هغه د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه مجمع د سولې په بهیر کې د خلکو ارزښتونو ساتلو ته کار کوي.
ورپسې مریم نایبي د سولې مذاکراتو بهیر په اړه د خلکو اندېښنې شریکې کړې او په دغه بهیر کې یې د شهیدانو د وارثانو پر ملاتړ، د وروستیو کلونو د لاسته‌راوړنو، د بیان آزادۍ او د کارګرانو د حقونو پر ساتلو ټینګار وکړ.
زین‌الدین علمیار د اسلام له نظره د سولې او پخلاینې پر اهمیت وغږېد او د مذاکرې له لورو څخه یې د خلکو غوښتنې شریکې کړې.
ده له حکومته وغوښتل چې د سولې بهیر د مخته‌تګ لپاره لا ډېره هڅه وشي او نړیواله ټولنه باید د دغه بهیر د ښه کېدو لپاره د سولې مذاکراتو ملاتړ وکړي.
همدا راز ښاغلي علمیار له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی بس کړي او د سراسري اوربند په اعلانولو سره د سولې بهیر له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
ډاکتر یعقوب‌الله هم د اوربند لپاره د حکومت د دریځ پر ملاتړ ټينګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي په ختمولو سره د سولې ټينګښت ته زمینه برابره کړي.
ورپسې ګډونوالو د سولې بهیر او مذاکراتو په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري مطرح شوو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
آغلې جعفري د سولې په بهیر کې د خلکو پر ګډون ټینګار وکړ او ویې ویل، دا خلک دي چې په مذاکراتو کې د خپلو حقونو د ساتلو لپاره کار کولی شي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS