د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي له یو شمېر غړو او د کمېټو له رئیسانو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي له یو شمېر غړو او د کمېټو له رئيسانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې په دوحه کې د سولې مذاکراتو د روان بهیر په اړه خبرې او بحث وشو او د مشورتي لویې جرګې د کمېټو رئيسانو خپل نظرونه شریک کړل.
ګډونوالو د سولې په بهیر کې د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي د غړو او د کمېټو د رئيسانو د لا ډېرې ونډې غوښتنه وکړه.
ښاغلي نادري د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو او مشرتابه د رول مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو د رغنده نظرونو او وړاندیزونو هرکلی کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر همدا راز وویل چې د مذاکراتو په بهیر کې د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو د ښکېلولو په موخه به په دې برخه کې مشورتي ناستې جوړې شي.
