«سوله‌جوړونه د چا مسؤولیت دی؟» تر سرلیک لاندې آزاد بحث جوړ شو

a.zia
Thu, Sep 17 2020 5:23 PM
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه وزارت د مسؤولانو، د پوهنتون د استادانو، د مدني ټولنې د استازو او محصلینو په ګډون د کابل پوهنتون د معلوماتو په مرکز کې «سوله‌جوړونه د چا مسؤولیت دی؟» تر سرلیک لاندې آزاد بحث جوړ کړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ مرستیال عبداالله خنجاني، د دغې ناستې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې د سولې په پروسه کې باید د ټولنې د ټولو پاړکو ونډه تضمین شي او د دغې چارې د پلي کولو لپاره اړتیا ده فضا د خلکو لپاره پرانیستې پرېښودل شي.
نوموړي د سولې په بهیر کې د خلکو د غوښتنو اهمیت ته په اشارې سره وویل د سولې په بهیر کې د خلکو تر غوښتنو هېڅ مهم نه‌دي او اوسنۍ ناسته هم د سولې په برخه کې د خلکو او مدني ټولنې د همکارۍ د فضا رامنځته‌کولو په موخه جوړه شوې ده.
ښاغلي خنجاني همدا راز د سولې په بهیر کې د خلکو د رول پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل جمعي غوښتنه د سولې په پروسه کې د افغانانو مالکیت دی او حکومت د استازي په توګه کولی شي له خلکو سره په همغږۍ په دغه بهیر کې د خلکو غوښتنې ځای کړي. نوموړي همدا راز وویل د افغانستان د سولې په بهیر کې حدود د افغانستان د خلکو له‌خوا دي.
ورپسې د افغانستان د عدالت مؤسسې د رئیسې لیلما ناصري، د سولې د ولسي خوځښت د پیلوونکي اقبال خیبر، د پوهنتون د استاد محمد اکبر سروري په ګډون آزاد بحث پيل شو چې پروګرام د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس سعید مددي پر مخ ووړ.
د افغانستان د عدالت مؤسسې رئیسې لیلما ناصري سوله‌جوړونه د ټولو خلکو او حکومت مسؤولیت وباله او ویې ویل سوله‌جوړونه د ټولو خلکو، حکومت، مدني ټولنې او نړیوالې ټولنې مسؤولیت دی او ټول باید خپل مسؤولیت وپېژني.
دې همدا راز زیاته کړه چې باید د حکومتي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ پیاوړې اړیکه رامنځته شي ترڅو د ټولنیز وېش مخه ډپ شي او د افغانستان خلک سولې ته ورسېږي.
وروسته د سولې د ولسي خوځښت یو تن بنسټ‌اېښودونکي اقبال خیبر په کلیو کې د سولې لپاره د ولسي کار اهمیت ته په اشارې سره وویل اړتیا ده په تګلارو کې بدلون راشي او د سولې ناستې او پروګرامونه کلیو ته ولېږدول شي. نوموړي د تاوتریخوالي ختمولو لپاره ولسي کار مهم وباله او ویې ویل اړتیا ده چې د ښار د خلکو او کلیو ترمنځ واټن له منځه یوړل شي.
د پوهنتون استاد محمد اکبر سروري هم د سولې په بهیر کې د ټولو خلکو د ونډې پر اهمیت په ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د سولې رامنځته‌کولو په ځانګړې توګه ټولنیزې سولې اړتیا ده تر څو د تاوتریخوالي په له منځه‌وړلو کار وشي. نوموړي ټینګار وکړ چې د تاوتریخوالي مهار باید له کوره پیل او په ټولنه کې پای ته ورسېږي. نوموړي همدا راز وویل چې سوله‌جوړونه باید په یو دیني باور بدله او په عمل کې پلې شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستیالې ډاکتر عالمې هم وویل چې د خلکو نظرونه تل د وزارت لپاره مهم وو او هڅه به‌وشي د سولې په بهیر کې د ټولو پاړکو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شي.
د آزاد بحث په پای کې یو شمېر ګډونوالو خپل نظرونه هم شریک کړل.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS