د جګړې د قربانیانو او ورثهوو حقونه به د سولې په مذاکراتو کې له عمده موضوعاتو وي
د شهیدانو د وارثانو او د جګړې د قربانیانو د شورا رئیس او غړو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې بنسټونو له رئيسې لیلا جعفري سره په لیدنه کې د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو او وارثانو د ښکېلولو غوښتنه وکړه. هغوی په دې خبرې په ټینګار سره چې د جګړې قربانیان او وارثان د جګړې د اصلي زیانمنو په توګه خبرې او ستونزې لري نو د جګړې په مذاکراتو کې هم باید وخت ورکړل شي. هغوی زیاته کړه چې د دغې شورا غړي د جګړې د قربانیانو د نظرونو راټولولو په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکارۍ ته حاضر دي. له بلې خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري وویل هغه مهال ټولشموله او عدالتمحوره سوله ټینګېدای شي چې ټول خلک د سولې په تعریف او شکل ورکولو کې شامل وي. هغې همدا راز وویل چې د جګړې د قربانیانو او وارثانو حقونه به د سولې په مذاکراتو کې د بحث وړ عمده موضوع وي. مېرمن جعفري ټینګار وکړ چې اړتیا ده د جګړې قربانیان او ورثه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره دومدارې اړیکې ولري او د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه او خبرې شریکې کړي. نوموړې همدا راز وویل هڅې روانې دي چې د دایمي ډیالوګ فضا برابره شي ترڅو د جګړې د قربانیانو واحد او رښتینی غږ را ټول او له مذاکرهکوونکي ټیم سره شریک شي.
