د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د ټولو قومونو د مشورو او لیدلورو راټولولو ته ژمن دی

a.zia
Wed, Jul 22 2020 4:38 AM
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د خوست، غزني، بغلان او بدخشان ولایتونو له مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې سوله د افغانستان د ټولو وګړو لپاره برخه‌لیک ټاکونکې پروسه وبلله او ویې ویل چې باید د سولې او راتلونکي په اړه تصمیم په تدبیر او احتیاط سره ونیول شي.

ښاغلي بالاکرزي د قومونو یووالی د سولې راتلو لپاره مهم وباله او ویې ویل، لکه څرنګه چې قومي مشران او مخور په خپلو سیمو کې نفوذ او د خلکو ملاتړ لري، له دې امله باید د جګړې له ښکېلو لوریو وغواړي چې په هېواد کې د سولې لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي بالاکرزي د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو د معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ژمن دی تر څو له سراسر افغانستان څخه د ټولو قومونو لیدلوري راټول کړي او له ټولو سره مشوره وکړي.

قومي مشرانو او مخورو د سولې بهیر ملاتړ اعلان کړ او له بېلابېلو پاړکو سره یې د مشورې له امله د سولې په چارو کې د دولت وزارت مننه وکړه. همدارنګه له دغه وزارته یې وغوښتل چې باید له خلکو په تېره له قومي مشرانو سره ډېرې ناستې او لیدنې وشي.

دوی د قومونو تر منځ پر یووالي او انسجام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې د ټینګښت لپاره اړتیا ده ټول افغانان لاس په لاس شي او د سولې لپاره کار وکړي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS