د ښځو له ونډې پرته به تلپاتې سوله ټینګه نه‌شي

a.zia
Sun, Jul 19 2020 2:46 PM
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترې سلاکارې پرستو یاري د بامیانو او جوزجان ولایتونو د ښځو چارو د رئيسانو او د ښځو حقونو د فعالانو په ګډون جوړه شوې آنلاین ناسته کې سولې ته رسېدل د افغانستان د ټولو ښځو ګډه هیله وبلله او ویې ویل چې ښځې سوله‌جوړوونکې او سوله‌پالونکې دي او ټولنیزه او سیاسي سوله د هغوی له ونډې پرته نه‌شي تضمینېدای.

مېرمن ياري د سولې په بهیر کې د ښځو د رول اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د سولې د ټينګښت لپاره په دغه بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو د ونډې اړتیا ده او تلپاتې سوله تر هغو چې ښځې نه‌وي پکې ښکېلې نه‌شي ټینګېدای.

دې همدا راز ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تل هڅه کړې چې ښځې د سولې په بهیر کې رغنده رول ولري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترې سلاکارې «د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډلې» په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغې ډلې د جوړېدو چارې تسهیل کړې او تر اوسه د دیارلسو ولایتونو استازو په دې ډله کې ونډه اخیستې. نوموړې زیاته کړه دغه ‌‌‌‌‌‌ډله هڅه کوي چې د ټولو ولایتونو استازې پکې حضور ولري.

نوموړې همدا راز وویل دغه ‌‌‌‌‌‌ډله د سولې په بهیر کې له کلیو او بانډو نیولې تر ولسوالیو او ولایتونو د ټولو ښځو د نظرونو او وړاندیزونو د ځایولو پر مېکانېزم کار کوي.

د ناستې ګډونوالو هم د سولې په بهیر کې د ښځو د ښکېلتیا، له مذاکره‌کوونکي ټیم سره د ښځو د ارتباط د مېکانېزم، د ښځو د لاسته‌راوړنو ساتنه او د سولې په بهیر کې د ښځو د رول په اړه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کړنلارې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

دغه ناسته د سولې په بهیر کې د ښځو د ښکېلولو په اړه د لنکن ښوونیز مرکز په نوښت او کوربه‌توب جوړه شوې وه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترې سلاکارې او د بامیانو او جوزجان ولایتونو د ښځو چارو رئيسانو او نورو فعالانو پکې ګډون کړی و.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS