د سولې بهیر په اړه د پارلمان د غړو د نظرونو شریکولو لپاره په پارلماني چارو کې د دولت وزارت همکاري

a.zia
Wed, Jul 08 2020 12:11 PM
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنیتي، دفاعي، ملکي او زندانونو چارو د همغږۍ رئیس ډاکتر میرویس څرګند کوچي په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر ضیاءالحق امرخېل سره وکتل. 
په دغه لیدنه کې ښاغلي څرګند د سولې بهیر په اړه په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته معلومات ورکړل. 
نوموړي همدا راز په پارلماني چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې د سولې بهیر د مخته‌وړلو لپاره د پارلمان د غړو د نظرونو په راټولولو او شریکولو او د دغه بهیر په جریان او بېلابېلو پړاوونو کې د نږدې همغږۍ لپاره همکاري وکړي. 
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخېل د سولې په چارو کې د دولت وزارت د هڅو په ستایلو سره زیاته کړه چې په سم مدېریت سره به د سولې بهیر پایله د خلکو ګټه او د هېواد ټیکاو وي. 
ده همدا راز وویل چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د سولې بهیر په اړه د پارلمان د غړو د نظرونو راټولولو او شریکولو په اړه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري کوي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS