د سولې په بهیر کې د ښځو لاسته‌راوړنې او حقونه له پامه نه غورځول کېږي

a.zia
Tue, Jul 07 2020 8:26 AM
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنیتي، دفاعي، ملکي او زندانونو چارو د همغږۍ رئیس ډاکتر میرویس څرګند د ښځو چارو له سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ سره په مشورتي او همغږۍ ناسته کې د سولې په بهیر کې د ښځو رول مهم او ارزښتناک وباله او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د ښځو د لاسته‌راوړنو او حقونو په اړه ټینګار موجود دی.

ښاغلي څرګند زیاته کړه، د سولې په بهیر کې د ښځو د نظرونو او لیدلورو د لاډېرې شاملتیا لپاره د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د بنسټونو په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت همکاري اړینه ده.

له بلې خوا د ښځو چارو سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ هم د سولې په بهیر کې د ښځو د نظرونو او لیدلورو د ځایولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا ښځو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

دې وویل ښځې د ټولنې تر ټولو زیانمن پاړکی دی چې په دغه ملي بهیر کې یې نباید لاسته‌راوړنې او حقونه له پامه وغورځول شي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS