د سولې په بهیر کې د همکارۍ لپاره «د افغانستان د سیاسي ګوندونو، اجتماعي سازمانونو او مدني ټولنو د یووالي ملي کمیسیون» د چمتووالي اعلان

a.zia
Mon, Jun 22 2020 6:18 PM
smp

د افغانستان د سیاسي ګوندونو، اجتماعي سازمانونو او مدني ټولنو د یووالي ملي کمیسیون مشر او جګپوړو غړو د سولې په چارو کې   دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو له رئیسې لیلاجعفري سره په لیدنه کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ.

د کمیسیون رئیس محمد ابراهیم رحیمي د کمیسیون په اړه د معلوماتو په ورکړې سره څرګنده کړه چې د دغه کمیسیون ټول غړي د سولې په بهیر کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکارۍ ته چمتو دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې د ټینګښت لپاره باید قومي شوراګانو او د مدني ټولنې بنسټونو ته فرصت ورکړل شي ترڅو په ټول هېواد کې د سولې لپاره کار وکړي.

د کمیسیون د مشرتابه جګپوړي غړي نور محمد غفوري زیاته کړه چې د کمیسیون ټول غړي د سولې او آرامۍ پلوي دي او د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي. نوموړي پر ټولنیز عدالت ټینګار وکړ او ویې ویل ترهغو چې ټولنیز عدالت نه وي ټینګ شوی، دایمي سولې نه شي راتلی. نوموړي د سولې په بهیر کې ونډه اخیستل او حضور د افغانستان د ټولو خلکو مکلفیت وباله او هیله‌مندي یې وښوده چې هېڅ افغان له دغه حق څخه محروم نه شي او د ټولنې هر غړی خپل مکلفیت ادا کړي.

د کمیسیون د مشرتابه جګپوړي غړي شېرباز ځدراڼ هم د سولې په بهیر کې د خلکو د رښتینو استازو پر حضور ټینګار وکړ او ویې ویل چې سوله یو سوله‌ییز بهیر دی او له همدې امله باید روحانیونو، علماوو، قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو ته په دغه بهیر کې ونډه ورکړل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او د مدني ټولنې د بنسټونو رئيسې لیلاجعفري د افغانستان د سیاسي ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو او مدني ټولنو د یووالي ملي کمیسیون له مشر او غړو څخه په مننې سره وویل له هغه ځایه چې د جګړې یوازېنی بدیل سوله ده او حل‌لاره هم خبرې اترې له همدې امله د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ټولنې د ټولو پاړکو نظرونه او وړاندیزونه راټول او منسجموي. نوموړې زیاته کړه اوسمهال د سولې په اړه د خلکو ترمنځ پوهاوی او باور رامنځته شوی او اړتیا ده چې غږونه منسجم شي.

نوموړې همدا راز زیاته کړه چې د سولې د هوکړه‌لیک په لاسلیک سره به لوی کارونه پیل شي او اړتیا ده چې د مدني ټولنې بنسټونه او سیاسي جوړښتونه د هوکړه‌لیک د پلي کېدو، څار او عدالت غوښتنې په برخه کې فعالیت وکړي.

مېرمن جعفري د دغه کمیسیون له غړو وغوښتل چې د سیاسي ګفتمان د رامنځته کېدو په برخه کې همکاري وکړي ترڅو د یو ارتباطي محور په جوړېدو سره ټول مدني بنسټونه، سیاسي جوړښتونه او ګوندونه وکولی شي له سیاسي اړخه د مذاکره‌کوونکي ټیم همکاري وکړي.

نوموړې همدا راز د سولې په برخه کې د ګډ فعالیت په موخه د سولې په چارو کې د دولت وزارت او دغه کمیسیون ترمنځ د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو، اجتماعي سازمانونو او مدني ټولنو د یووالي ملي کمیسیون له ۲۶۵ سازمانونو، سیاسي بنسټونو او ۲۱ ګوندونو څخه جوړ شوی چې د ۳۴ ولایتونو په کچه فعالیت کوي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS