د سولې له بهیر سره د کابل د عالمانو شورا د همکارۍ اعلان
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار مولوي عبدالرحمان هوتک د کابل د عالمانو شورا له مشرتابه سره وکتل.
ښاغلي هوتک په ناسته کې له حاضرو علماوو سره د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او په دغه بهیر کې یې د عالمانو رول بنسټیز او مهم وباله.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترسلاکار له دغو عالمانو وغوښتل چې په دغه حساس پړاو کې خپل دیني او ملي مسؤولیت ادا کړي او له ټول افغانستان څخه د علماوو په منسجم کولو سره په ټول توان د سولې بهیر هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د کابل د علماوو شورا مشرتابه د دغې شورا په استازیتوب ډاډ ورکړ چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره به همکار وي. دوی ژمنه وکړه چې د سولې پر محور به له علماوو سره د بېلابېلو ناستو په جوړولو سره د سولې، امنیت او هوساینې رامنځته کېدو لپاره د خلکو د دغې غوښتنې د رښتیا کېدو لپاره هڅې کوي.
