له بي‌بي‌سي سره د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر ځانګړې مرکه

a.zia
Sun, Mar 22 2020 4:06 AM
smp

د ۱۳۹۸ د کب ۲۵مه

خبریاله: وزیر صیب ډېره مننه چې موږ ته مو خپل وخت راکړ.
خبریاله: ولسمشر ویلي وو چې یو شمېر طالب بندیان به خوشي کېږي او ورځ یې هم ورته ټاکلې وه، خو خوشي نه شول. داسې ولې؟
عبدالسلام رحیمي: د زندانیانو پروسه روانه ده، درېدلې نه ده او په مناسب وخت کې به دا کار کېږي.


خبریاله: اما ولسمشر فرمان صادر کړی و او په فرمان کې یې حتا ورځ هم ټاکلې وه نو ولې پر هغه ورځ یو شمېر طالب بندیان خوشي نه شول؟ او بل دا خبره یې هم کړې وه چې ۱۵۰۰ طالب بندیان به د ښه نیت لپاره چې د افغان حکومت له خوا نه خپل ښه نیت وښيي، هغه به آزادوي او دا به پړاو په پړاو کېږي. خو هېڅ حتا دا پړاو پیل شوی نه دی. خبره په څه کې ده؟
عبدالسلام رحیمي: پړاو پیل شوی دی. د رئیس جمهور له فرمان سره هر څه پیل شوي دي. دې خواته هر څه پیل شوي دي او روان دي او دا چې معین تاریخ یې پکې ټاکلی دی دا د رئیس جمهور اراده یې ښودله چې په کلکه غواړي چې دا کار وکړي؛ خو مقابل لوری هم باید ځینې قدمونه دي چې هغه واخلي او دا پروسه له دې خوا روانه ده.


خبریاله: له دې خوا نو څنګه روانه ده؟ ورځ هم ورته ټاکل شوې وه، هغه هم په فرمان کې، خو په هغه ورځ بیا بندیان خوشي نه شول.
عبدالسلام رحیمي: دا یوه اوږده پروسه ده، ورځې به اخلي.


خبریاله: څه ستونزې پکې دي؟
عبدالسلام رحیمي: ستونزې هغه شیان دي چې تاسو یې په رسنیو کې اورئ او د تاوتریخوالي د کچې پورته تګ یوه له هغو ستونزو څخه ده چې باید دا ښکته راوړل شي او پورته یونه‌وړل شي. ولې هغه اجرايي کارونه چې دي هغه موږ روان یو، هغه خپل کارونه کوو، موږ ورته تیار یو.


خبریاله: یعنې دا چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کچه پورته شوې ده، د همدې لپاره تاسو د طالب بندیانو د خوشي کېدو پروسه مو لږ څه ټکنۍ کړې ده، یعنې خبره ټوله د تاوتریخوالي پر کمښت باندې ده؟ تاسو غواړئ چې تاوتریخوالی کم شي؟
عبدالسلام رحیمي: د تاوتریخوالي کمېدل یو ضروري شی دی. اقلاً  پورته یې دې نه وړي. له هغه حد نه چې و، له هغه څخه یې دې پورته نه وړي. دا د افغانستان د ولس غوښتنه ده او د افغانستان دولت د ولس نماینده‌ګي کوي او د هغوی پر غوښتنو باندې به خامخا ټینګار کوي. ولې پروسه موږ درولې نه ده او پروسه روانه ده، ولې مقابل لوری باید خپل نیت او اراده وښيي.


خبریاله: څه وخت دغه  بندیان خوشي کوئ؟
عبدالسلام رحیمي: موږ پروسه هره ګړۍ شروع کولی شو. 


خبریاله: څه ته منتظر یاست؟
عبدالسلام رحیمي: منتظر نه یو، خبره دا ده چې ورسره ورسره باید نور اقدامات وشي چې ورسره خبرې شروع شي او طالبان اقلاً دې ته خپل نیت وښيي، خپله اراده وښيي چې له دې پروسې سره ملتیا کوي؛ او که دوی داسې ښيي چې د سولې پروسه ورته مهمه نه ده یوازې زندانیان غواړي چې آزاد شي، هغه بیا یوه جلا خبره ده.


خبریاله: تاسو څه فکر کوئ، یعنې طالبان دې پروسې ته ژمن نه دي؟
عبدالسلام رحیمي: زما هیله دا ده چې دوی دې ژمن وي، ولې چې وعدې یې کړې دي او کاغذونه یې امضا کړي دي. زما فهم او زما هیله دا ده چې دوی دې باید ژمن وي.


خبریاله: طالبان وايي چې کله چې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه کېده هلته امریکا په هغې هوکړه کې ورسره ژمنه کړې ده چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو لپاره به لاره اسانوي لاره به جوړوي، یعنې طالبان همېشه د امریکا خبره کوي چې امریکا ماسره ژمنه کړې.
عبدالسلام رحیمي: ګوره تاسو یو چاته وایئ چې زه په دغه کار کې درسره مرسته کوم، دا ژمنه ده که نه ده؟ هغه سند د هر چا په اختیار کې دی، لیدلای یې شو. هغه کلمات هر څوک تعبیرولای شي. شاید دوی به تعبیر متفاوت کړی وي، ولې دا پکې لیکلي دي چې هر قدم مشروط دی په یو کار پورې چې دوی یې وکړي؛ او دا چې دوی وايي چې موږ تسهیلوو یا په دې کې برخه یا پشتباني کوو د دې پروسې، دا هغه تعهد نه ښيي چې زه یې کوم. دوی وايي چې موږ مرسته کوو له دې پروسې سره چې دا کار ترسره شي. او دا کار د افغانستان د دولت مربوط دی او اوس باید هغه قدمونه واخیستل شي او دوی باید دا خپله اراده او خپل توان وښيي چې تاوتریخوالی ښکته راوړلی شي، د سولې خواته قدمونه اخیستلای شي او کوي دا کار.


خبریاله: اما دلته د طالبانو دلیل او یا هم استدلال دا دی چې ما سره امریکا هوکړه کړې ده او امریکا ویلي دي چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره به دا ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي کېږي، تاسو څه وايئ؟
عبدالسلام رحیمي: زه وایم چې ۵۰۰۰ نه، ټول بندیان به خوشي شي. د سولې د یوې کامیابې پروسې په نتیجه کې باید ټول زندانیان خوشي شي. ولې یوازې ۵۰۰۰؟


خبریاله: خو!
عبدالسلام رحیمي: خو راځئ چې پروسه مخ ته یوسو، نتیجه یې هماغه ده. که څوک دا پروسه ټکنۍ کوي، د هر شي د درېدو مسوولیت د هغو پر غاړه دی. موږ له خپلې خوا څخه هم اقدامات کړي دي؛ هم پر کاغذ باندې مو لیکلي دي؛ هم اجراآت مو شروع کړي دي، تیاریو. ولې دوی دې هم دا پروسه نه دروي.


خبریاله: که چېرې امریکا له تاسو نه وغواړي، بیا څه کوئ؟
عبدالسلام رحیمي: له امریکا سره موږ خبرې کوو. امریکا په دې پروسه کې شامله ده او هماغه د تسهیل رول چې دوی ویلی دی، هغه اوس هم دوی پکې لګیا دي کار کوي، موږ ګډ مشترک کار کوو پر هغې باندې. ولې د تسهیل او د کار د ترسره کولو دوه جلا روله دي.


خبریاله: رابه‌شم سرو کرښو ته. د انس حقاني خوشي کېدل او نه خوشي کېدل دا هم د افغان حکومت لپاره سره کرښه وه؛ همداسې د بندیانو مخکې ولسمشر ویلي وو چې بندیان به هغه وخت خوشي کېږي کله چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي، یعنې اول دې پیل شي بیا به د بندیانو د خوشي کېدو په اړه به مذاکرې او بحثونه کېږي؛ خو انس حقاني هم آزاد شو او اوس خبرې پر دې روانې دي چې مخکې له بین‌الافغاني خبرو نه به بندیان آزادېږي، یعنې څو سرې کرښې ړنګې شوې دي.
عبدالسلام رحیمي: خبره دا ده چې د افغانستان د ولس غوښتنې چې په لویه جرګه کې یې بیان کړې او پر کاغذ باندې یې پرېښودې، د افغانستان ولسمشر هماغه تعقیبوي. هر کار چې د هغو په مخ کې خنډ واقع شي هغه نه پرېږدي. سره له دې پوهېدو چې د ځینو زندانیانو آزادېدل، د خاصو اشخاصو آزادېدل په ولس کې ډېر طرفداري نه‌لري.


خبریاله: او ان تاسو ته سرې کرښې وې.
عبدالسلام رحیمي: بیا هم د سولې د پروسې لپاره یوازېنۍ خبره دا ده چې دا ښایی ولسمشر د سولې پروسې ته متعهد دی او د سولې راوستو ته ژمن دی او غواړي چې سوله راولي او هر قدم چې تر اوسه اخیستل شوی دی، مثبتې پایلې یې درلودلې دي.


خبریاله: خو دلته یوه بله اندېښنه بیا د خلکو په منځ کې دا پیدا کوي چې کله تاسو له یوې کرښې تېر شوئ، په راتلونکې کې به له نورو کرښو نه هم شاید تېر شئ. داسې نه ده؟
عبدالسلام رحیمي: نه! په سوله کې تاسو مجبور یئ چې خبرې وکړئ، بحث وکړئ او تاسو ته مهمه دا ده چې اخري نتیجه لاس ته راوړئ. سوله راځي په افغانستان کې، داسې سوله چې دلته د همېشه لپاره سوله وي، دا راځي که نه راځي. لوی هدف په نظر کې نیسئ، په کوچنیو قدمونو کې مجبور یاست چې کله کله دا ومنئ چې زه یو اضافي قدم اخلم د دې لپاره چې هغه هدف ته نږدې شم.


خبریاله: بېرته راځم د بندیانو د خوشي کېدو مسئلې ته. کله چې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه وشوه نو د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالب بندیانو خوشي کېدل اساسي شرط دی. اوس دا په پیل پیل کې چې تر اوسه پورې دا پروسه لا پیل شوې نه ده دومره جنجالونه دي، نو داسې فکر نه‌کوئ چې بین‌الافغاني خبرې به له جنجالونو او له ستونزو ډکې وي؟ همداسې نه ده؟
عبدالسلام رحیمي: موږ هېڅ وخت نه دي ویلي چې د سولې پروسه به ډېر اسانه کار وي او موږ پر دې په دې پروسه کې داخلېږو چې دا اسانه کار دی. په دې داخلېږو، په دې یې مخ ته وړو چې دا مهم کار دی او دا د افغانستان د ولس لپاره ډېره حیاتي مسئله ده. سخته به وي، بحث به شدید وي سخت به وي، ډېرو سختو تصمیمونو ته به ضرورت وي لا مخکې چې ورشو؛ او بل هر کار په شروع کې سخت وي. یو وار چې دا پروسه مخ ته لاړه شي، بیا هیله دا ده چې لږ اسانتره به وي. او سختو تصمیمونو ته ضرورت دی، دا مالومه ده چې دا ډېر اسانه کار نه دی.


خبریاله: بین‌الافغاني خبرې ننګوونکې بولئ، تر ټولو لویه ننګونه به ستاسو لپاره څه وي؟
عبدالسلام رحیمي: تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې پروسه په مثبت شکل پای ته ورسېږي او هغه پایلې چې ورڅخه غواړو هغه لاس ته راشي. د پروسې ساتل او مخته وړل یې، دا هماغه شی دی چې تر ټولو مهم دی او باید کوم ځای ته چې غواړو ورسېږو، هغه ته ورسېږو. په لاره کې دا پروسه خنډ نه‌شي، ونه‌درېږي، منحرفه نه‌شي، دا هغه مهمترین مسایل دي.


خبریاله: د بین‌الافغاني خبرو یادونه مې وکړه، ټاکل شوې وه ډېر مخکې له طالب سره افغان مرکچي پلاوی باید جوړ شوی وای، د دغه پلاوي د جوړښت کار چېرته رسېدلی؟
عبدالسلام رحیمي: پلاوی جوړ شوی دی، آماده دی او نه تنها پلاوی، بلکې ټول میکانیزم آماده شوی دی چې د رهبرۍ شورا ده او د مذاکرې ټیم دی او مشورتي شورا ده چې هغه یوه وسیع شورا ده د دې لپاره چې د افغانستان د ولس ټول خلک په هغې کې نماینده‌ګي او شمولیت ولري. دا ټول میکانیزم به یوځای کار کوي.


خبریاله: په پلاوي کې څو کسان دي او د ښځو برخه به څومره پکې وي؟
عبدالسلام رحیمي: د پلاوي په مذاکراتي ټیم کې ۱۵ کسان دي او ښځې په کافي حد کې حضور لري هلته، تقریباً یوې درېیمې ته نږدې.


خبریاله: د افغان حکومت غړي او یا هم چارواکي به پکې وي؟
 عبدالسلام رحیمي: بلې.


خبریاله: څومره؟
عبدالسلام رحیمي: هغه هم اکثریت نه دي. کافي حضور له هرې خوا څخه حضور لري، د افغانستان د دولت له خوا څخه به هم یو تعداد کسان پکې وي.


خبریاله: راځئ په کور دننه دا سیاسي جنجالونو ته په کتو سره داسې فکر کوئ چې یو شمېر مطرح سیاسي ډلې، دا کوم پلاوی چې تاسو جوړ کړی، له دغه جوړښت او ترتیب نه دوی خوښ دي؟ سلا مشورې شوې دي؟
عبدالسلام رحیمي: سلا مشورې له ډېر وخت څخه روانې وې. نومونه له دوی سره شریک شوي دي او د دوی له خوا څخه نماینده‌ګي په دې هیئت کې وجود لري، په دې ټیم کې په کافي حد کې نماینده‌ګي وجود لري او دوی هم د دې پروسې پشتباني کوي؛ او په پنځلسو کسانو کې تر هغې اندازې پورې چې ممکنه وي ټولې خواوې په بهترین شکل سره شاملې دي. او شمولیت یوازې په مذاکراتي ټیم کې نه دی، دا باید په ټول میکانیزم کې په نظر کې ونیسو چې ټولې خواوې په دغه ټول میکانیزم کې حضور لري.


خبریاله: مطمئن یئ، ډاډه یئ چې مطرح سیاسي ډلې د دغه پلاوي له جوړښته خوښې دي؟
عبدالسلام رحیمي: دا د نن ورځې ضرورت دی او د افغانستان سیاسي رهبران دومره پوخ‌والی او تدبیر لري چې د وخت له ضرورت سره مطابق حرکت وکړي او له هېڅ یوه د دوی څخه هیله نه کېږي چې د خپلې نماینده‌ګۍ د شاملولو لپاره ټوله پروسه مختله کړي او نه یې کوي.


خبریاله: داسې به وګڼو چې د طالب بندیانو د خوشي کېدو مسئله حل شوې ده، پلاوی ټاکل شوی دی؛ کله چې له طالبانو سره د سولې خبرو مېز ته کېنئ، پر څه به اول کوئ؟ هغه لومړنی بحث به مو څه وي؟
عبدالسلام رحیمي: اجنډا باندې به د هیئت تر راتلو دمخه رهبري اجنډا ټاکي او د هغې اجنډا مطابق به دوی ته هدایت ورکول کېږي چې تاسو چې ځئ په اول دور کې یا په اوله ناسته کې به پر کومو موضوعاتو خبرې کوئ او تر کومه حده پورې صلاحیت لري چې پر هغې باندې خبرې وکړي.


خبریاله: خبره د اجنډا شوه، اجنډا مو ورته ټاکلې ده؟ چمتو شوې ده؟
عبدالسلام رحیمي: بلې. اجنډا، موضوعات لېست شوي دي، ولې باید د هغې منظوري د رهبرۍ له خوا څخه وشي.


خبریاله: کولی شئ ووایئ چې په دې کې کوم کوم موضوعات دي؟
عبدالسلام رحیمي: هغه موضوعات چې تاسو بار بار اورېدلي دي ضرورت دي د یوې سولې په پروسه کې، کوم ضروري شیان چې دي هغه پکې شامل دي. بیا هم زه د مثال په طور یو شی وایم. مثلاً د اوربند موضوع ده، دا یو شی دي چې باید بحث ورباندې وشي. ولې بیا هم دا ټول د رهبرۍ په منظورۍ پورې اړه لري او تر هغه وروسته به هغه لېست نهايي کېږي.


خبریاله: کله چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه وشوه نو زلمی خلیلزاد ډېر هیله‌من دی که چېرې بین‌الافغاني خبرې پیل شي نو په راتلونکو درېیو میاشتو کې دې ته هیله‌مندي ښيي چې دغه پروسه یوې پایلې ته ورسېږي، تاسو ورته څه فکر کوئ؟
عبدالسلام رحیمي: زه په یو مشخص تعداد د ورځو یا په دې باندې خبره نه کوم. د سولې پروسې کله کله اوږدېږي، کله زرتره کېږي. هیله او کوښښ مو دا دی چې څومره زر کېدلای شي دا پای ته ورسېږي. ولې هماغه پروسه چې دوی شروع کړې وه، یو نیم کال وخت یې واخیست. دا سړی نه‌شي ویلی چې دا سبا به پای ته رسېږي؛ ولې څه چې ویلی شو چې زموږ له خوا څخه تیار یو چې په دې پروسه کې شامل شو؛ قوي نیت، قوي اراده او پوره توان یې لرو چې مخ ته یې یوسو.


خبریاله: تاسو د همدغو بین‌الافغاني خبرو پیل ته څومره خوشبین او هیله‌من یئ؟
عبدالسلام رحیمي: زه واقعبین یم، پوهېږم چې مشکلات شته، سخت موضوعات دي، مسائل زیات دي، پروسه ډېره حساسه ده، خطرونه ورته موجود دي؛ ولې په عین حال کې خوشبین هم یم چې دا کار کېدلای شي، ولې چې افغانان ټول دې ټکي ته راغلي دي چې نور د وینو تویېدل بس دي.