‎ د کوچیو ځوانانو شورا د افغانستان حکومت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړ

a.zia
Wed, Mar 04 2020 6:51 AM
SMP

د کوچیو ځوانانو د شورا غړو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام له رئیسې لیلا جعفري سره په لیدنه کې د افغانستان حکومت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ اعلان کړ.
د دې شورا رئیس نثاراحمد سلطانزوی وویل چې کوچیان هم د هېواد د نورو وګړو په څېر سوله غواړي او د دغه بهیر ملاتړ کوي. ده وویل لکه څرنګه چې کوچیان د جګړې اصلي قربانیان وو، د سولې په بهیر کې هم مهم رول لرلای شي.
ده د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر د ملاتړ په اعلانولو سره وویل چې کوچيان ځوانان په ټول هېواد کې د سولې لپاره کار کولو ته حاضر دي.
د دې شورا غړي جمیل‌الرحمن اسیر د سولې په بهیر کې د کوچیانو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په مشخص ډول د کوچیانو نوم یاد شوی او موږ هم غواړو چې کوچیانو ته د سولې په بهیر کې بنسټیز رول ورکړل شي.
د دې شورا یوه بل غړي خیرالله وویل چې ټاکل شوې د کوچیو ځوانانو شورا د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سولې په نامه د کرېکټ سیالۍ جوړې کړي.
همدارنګه د دې شورا غړي عزیزالله د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنستونو د انسجام له رئیسې سره د دې شورا وړاندیزونه شریک کړل.
کوچیانو ته د سولې په برخه کې د پوهاوي زمینه برابرول او د سولې په بهیر کې دوی ته ونډه ورکول په دغو وړاندیزونو کې وو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري د کوچیو ځوانانو د شورا له ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل چې ټولنیزه سوله رامنځته کېدل د مدني ټولنې او حکومت له همکارۍ پرته ناشونی کار دی.
دې وویل چې دا شورا د کوچیانو او حکومت تر منځ د ارتباطي پله په توګه کار کولی شي. همدارنګه آغلې جعفري وویل چې د مدني ټولنو د انسجام ریاست له مدني ټولنو سره په همکارۍ د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام لپاره د سولې په برخه کې د دغو بنسټونو د ګډې همکارۍ د زمینې برابرولو لپاره کار کوي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS