د مدني ټولنې بنسټونه د ملت او دولت تر منځ د ارتباطي پله رول لوبولای شي

a.zia
Thu, Feb 27 2020 3:55 AM
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري «د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د غږ د شمولیت او استازیتوب په بحث» کې وویل چې موږ باید د ټولنیزې سولې بحث د افغانستان له تر ټولو لرو برخو څخه پیل کړو او دا مدني ټولنه ده چې په دغه بهیر کې د ملت او دولت تر منځ د ارتباطي پله رول ادا کولای شي.
آغلې جعفري وویل چې د مدني ټولنې بنسټونه په دغه بهیر کې د خلکو د راښکېلولو او پوهاوي په برخه کې مهم رول لوبولای شي او زیاته یې کړه، تر څو چې د هېواد هره ښځه او هر سړی ځان د سولې مالک ونه‌بولي، موږ تل‌پاتې سولې ته نه‌شو رسېدای.
دې وویل لکه څرنګه چې د افغانستان حکومت د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول ټينګار کوي، د مدني ټولنې او افغانو ښځو له څارنې پرته به هره مذاکره نیمګړې وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې د رسنیو په ګډون د مدني ټولنې له بنسټونو وغوښتل چې د هم‌فکرۍ فضا پراخه کړي او د سولې بهیر د پر مخ وړلو لپاره په ټولنه کې د واحد غږ د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د څېړنو د ادارې (AREU) مدیرې ډاکترې اورځلا نعمت اشرف وویل چې د سولې د بهیر لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د پیاوړي او متحد غږ پورته کول د مدني ټولنې د هر یوه غړي ملي رسالت دی.
د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع (مجما) رئیس عزیز رفیعي هم په دغه پروګرام کې وویل چې موږ په هېواد کې د پرانیستي بحث، برابرۍ او ورورولۍ، زغم او یو بل منلو د فضا رامنځته کولو ته اړتیا لرو چې په هغو کې آرامي له پراختیا او ښه‌والي سره یوځای رامنځته شي.
همدارنګه ښاغلي رفیعي وویل موږ اړ یو تر څو داسې فضا رامنځته کړو چې په هغې کې سیاسي – ټولنیز عقلانیت پر جګړه او جګړه‌ييز تفکر غالب شي، تر څو خلک تر څلورو لسیزو جګړې وروسته خپل بنسټیز بشري او انساني حقونه ترلاسه کړي.
د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د غږ د شمولیت او استازیتوب بحث د څلور دېرشو ولایتونو د مدني ټولنې د استازو په ګډون د څېړنې او پراختیا ادارې (DROPS) له لوري د اړیکو دفتر (TLO) په همکارۍ په کابل کې جوړ شو.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS