ټولنیزه سوله به د دولت او مدني ټولنې د بنسټونو له ګډې همکارۍ پرته ناشونې وي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري د نوي فکر د ټولنیزې شورا له رئیس او غړو سره په لیدنه کې وویل چې ټولنیزه سوله به د دولت او مدني ټولنې د بنسټونو له ګډې همکارۍ پرته ناشونې وې.
په دې لیدنه کې د نوي فکر د ټولنیزې شورا رئیس محمد ابراهیم فدايي وویل چې دغه شورا د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، دا شورا چمتو ده چې په ټول کې هېواد کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ د سولې لپاره کار وکړي.
ښاغلي فدايي وویل چې د نوي فکر ټولنیزه شورا تل په دې هڅه کې ده چې د ټولنې د خلکو تر منځ ورورولي او ښې اړیکې جوړې کړي او په همدې دلیل په پام کې لري چې «د سولې او رغونې پسرلی» په نامه د فوټسال پسرلنی ټورنمنټ جوړ کړي.
لیلا جعفري د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ له امله د نوي فکر له ټولنیزې شورا څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د مدني ټولنې بسنټونه د نظام د مهمو جوړښتونو برخه ده او زیاته یې کړه چې د سراسري، عزتمنې او ټولشمولې سولې لپاره اړتیا ده چې پر ټولنیزه سوله کار وشي او دا به د دولت او مدني ټولنې د بنسټونو له ګډې همکارۍ پرته شونې نه وي.
همدارنګه دې وویل چې سوله به تر هغه رانهشي تر څو خلک ځانونه د سولې د بهیر مالکان او ونډهوال ونهبولي.
د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې د دولت او مدني ټولنې د بنسټونو تر منځ همغږي او انسجام مهم وبلل او ویې ویل: که د مدني ټولنې بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په همکارۍ سولې ته کار وکړي، د سولې بهیر به لا ډېر ښه پر مخ لاړ شي.
همدارنګه آغلې جعفري د مدني ټولنې بنسټونه د دولت او خلکو تر منځ ارتباطي پلونه وبلل او ویې ویل: د مدني ټولنو هغه بنسټونه چې له ټولو خلکو سره په اړیکه کې دي، په هېواد کې د هر فرد غږ کېدای شي.
دې د نوي فکر د ټولنیزې شورا له رئیس او غړو وغوښتل چې د شورا د سولې اړوند پروګرامونه په دوامدار او ټولشمول ډول جوړ کړي تر څو اغېزناکتیا یې لا ډېره شي.
