د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د مدني ټولنې د بنسټونو په همکارۍ د سولې بهیر پر مخ یوسي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري د ټولنې د همفکرو ښځو د بنسټ له رئیسې او غړو سره وکتل.
د ټولنې د همفکرو ښځو د بنسټ رئیسې زهرې ایوبي د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته د دغه بنسټ وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې چې ښځې باید سولې په بهیر کې ونډه ولري.
د دغه بنسټ مرستیالې سیما عسکرزاده هم وویل، لکه څرنګه چې د جګړې ډېرې قربانیانې ښځې دي، دغه بنسټ هم پرېکړه کړې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ سولې ته کار وکړي.
بل پلو د ټولنې د همفکرو ښځو د بنسټ د سولې د کمېټې مسوولې مژګان حسیني د دې کمېټې طرحې شریکې کړې او ویې ویل چې د خپلو طرحو د پلي کولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت همکارۍ ته اړتیا لرو.
لیلا جعفري د دغه بنسټ له رئیسې او غړو څخه په مننې سره وویل چې د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام ریاست به د مدني ټولنې له بنسټونو سره په همکارۍ د سولې په چارو کې د دولت له وزات سره د دغو بنسټونو د ګډ کار د همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.
دې د سولې په بهیر کې د ښځو د رول او مقام اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د حکومت د پالیسۍ له مخې به د سولې په بهیر کې د ښځو مقام وساتل شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې له دغه بنسټه وغوښتل چې د سولې لپاره د خپلو پروګرامونو د طرحه کولو او پلي کولو په برخه کې دې یوازې د کابل او لویو ښارونو ښځې په پام کې نه نیسي، بلکې خپل پروګرامونه دې په نورو ولایتونو کې هم عملي کړي او د ټول هېواد د ښځو غږ دې پیاوړی او منسجم کړي.
همدارنګه آغلې جفعري د مدني ټولنې د بنسټونو پر انسجام او یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې د پروګرامونو د ګټورتیا لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر منځ اوږدمهالو، دوامدارو، دوهاړخیزو او همغږو اړیکو جوړولو ته اړتیا ده.
