د سولې اړوندې ټولې چارې باید د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لارې او یا له دغه وزارت سره په همغږۍ مخته یوړل شي
د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له مخې د سولې اړوندې ټولې چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لارې او یا له دغه وزارت سره په همغږۍ اجرا کېږي.
د جمهوري ریاست عالي مقام په دغه حکم کې لارښوونه کړې چې د سولې د اړوندو چارو د ښه مخته تګ او تنظیم او همدارنګه له بنسټونو، وزارتونو او دولتي ادارو سره د همغږۍ رامنځته کولو په موخه باید د کنفرانسونو، رسمي سفرونو، غونډو، ناستو او مرکو، خبرونو او څېړنو خپرولو په ګډون د سولې اړوند ټول موضوعات د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لارې او یا له دغه وزارت سره په همغږۍ مخته لاړ شي.
همدارنګه په دغه حکم کې راغلي چې د دغه حکم د پلي کېدو څارنه هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر غاړه ده.
