د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام د چارو مرسیال د کندهار د ولایتي شورا له یو شمېر غړو او قومي مشرانو سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام د چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د کندهار د ولایتي شورا له رئیس او غړو او یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د قومونو د انسجام د چارو مرستیال وویل چې سوله د ټولو افغانانو ملي هیله ده او هیله یې وښوده چې په هېواد کې سراسري سوله ټينګېږي. ده د هېواد د ټولو قومي مشرانو پر یووالي او انسجام ټینګار وکړ او ویې ویل چې ملت او دولت باید د سولې په بهیر کې همغږي وي.
ښاغلي بالاکرزي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به کندهار ولایت ته سفر کوي او د دغه ولایت له دیني علماوو، روحانینونو، قومي مشرانو، ځوانانو او بېلابېلو پاړکو سره به له نږدې ګوري او د سولې د بهیر په اړه به د هغوی نظرونه او وړاندیزونه اخلي.
په همدې حال کې د کندهار د ولایتي شورا رئیس او غړو او قومي مشرانو له جمهور رئیس غني څخه مننه وکړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام چارو په معینیت کې یې یو ولسي او ملي شخصیت وګوماره.
همدارنګه دوی ډاډ ورکړ چې د سولې په برخه کې به د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره هراړخیزه همکاري کوي.
