د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اړتیا وړ ۱۴۶ ډوله قرطاسیې د چمتو کولو او تدارک اعلان
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ نمبر : SMP/1399/NCB/G-09
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې (د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اړتیا وړ ۱۴۶ ډوله قرطاسیې) د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي؛ شرطنامه باید د دغه وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه په فلش کې او یا له (www.smp.gov.af) وېبپاڼې څخه واخلي؛ خپل آفرونه په شرطنامه کې له راغلو شرایطو او د تدارکاتو له کړنلارې سره سم درج کړي او په پټ ډول یې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۳۹۸ کال د دلوې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې د سې شنبې د ورځې تر ۱۰ بجو پورې د تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې د شهرنو په ملالۍ واټ کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په دویم پوړ کې دی. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي ضمانت په ډول او یا هم په نغد ډول ۲۷۰۰۰۰ دوه لکه اویا زره افغانۍ حتمي دی او د آفر پرانیستنې غونډه د ۱۳۹۸ کال د دلوې میاشتې په ۱۵مه نېټه د سې شنبې د ورځې په ۱۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په درېیم پوړ کې جوړېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۸۹۰۹۵۹۱