هېڅ سوله به د خلکو له ګډون او ملاتړ پرته ونهشي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د کابل ولایت په شمالي کې د ناصري قوم سراسري شورا وربللی و او د دې شورا له غړو سره یې وکتل.
په دې لیدنه کې ډاکتر میرویس څرګند د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پروګرامونو او پالیسیو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او په ځانګړي ډول د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي چې ټول ټولنیز پاړکي د افغاستان د حکومت او ملت په مشرۍ د سولې په بهیر کې برخه واخلي. همدارنګه ده ټینګار وکړ چې هېڅ یوه سوله هم د خلکو له ګډون او ملاتړ پرته نهشي راتلای.
بل پلو د ناصري قوم د سراسري شورا رئیس حاجي امیر متان ناصري وویل چې ناصري قوم غواړي د سولې په بهیر کې برخه واخلي. ده د دې شورا په استازيتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مشرۍ د سولې د پروسې کلک ملاتړ اعلان کړ.
د دې لیدنې په پای کې ښاغلي څرګند په هېواد کې د سولې او ملي پخلاینې د فرهنګ دودولو په موخه د ناصري قوم شورا ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیرغ ورکړ.
