رضاکار ډاکتران د سولې په برخه کې کار کوي

a.zia
Wed, Dec 04 2019 3:38 PM
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د سولې لپاره د رضاکارو ډاکترانو له یوې ډلې سره د همغږۍ په ناسته کې د سولې لپاره د رضاکارانه فعالیتونو پر رول ټینګار وکړ.

ښاغلي څرګند په دې ناسته کې وویل: تر څو چې خپله افغانان ونه‌غواړي او د سولې او پخلاینې د ټینګښت لپاره عملي ګام وانه‌خلي، سوله به رانه‌شي.

نوموړي له دغو رضاکارو ډاکترانو مننه وکړه او زیاته یې کړه، دا چې د سولې ټینګښت لپاره ټولیز باور رامنځته شوی نو د داسې رضاکارانو موجودیت ـ چې له هر ډول مالي امتیاز پرته غواړي سولې ته کار وکړي ـ یو ښه زېری دی.

ښاغلي څرګند د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل: «که یوه لویه برخه خلک هم‌فکره وو او په یووالي سره د سولې د پالیسۍ او میکانېزم دفاع وکړو، سوله به هم راشي».

همدارنګه ښاغلي څرګند وویل چې د سولې او جګړې پر ادبیاتو کار کولو ته اړتیا ده. ده ټینګار وکړ چې باید سپک او له کینې ډک ادبیات ونه‌کارول شي.

یوې رضاکارې تورپېکۍ نوابي د سولې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې جګړه د بې‌وزلۍ، اعتیاد او نورو ټولنیزو ګډوډیو لامل شوې ده. که دا جګړه پای ته ورسول شي، ډېره برخه ټولنیزې ستونزې به هم له منځه لاړې شي.

د نسل خرد انجمن رئیس چمن‌علي ساعد د هغې څېړنې په اړه خبرې وکړې چې دغې ادارې د پوهنتونونو د استادانو په همکارۍ سره کړې ده. ده د دغې څېړنې د پایلو پر بنسټ وویل چې خلکو ته د سولې په برخه کې د پوهاوي کلکه اړتیا احساسېږي.

همدارنګه ده ټینګار وکړ چې د سولې د بهیر په اړه برداشتونه او خبرې د خلکو تر منځ بېلابېلې دي؛ اړتیا ده چې په دې برخه کې هم کار او پوهاوی وشي.

د نورستان ولایت یوه اوسېدونکي محمد نوروز قادر د سولې په برخه کې د پوهاوي پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل د سولې لپاره چې هر اقدام کېږي، باید د خلکو دودونه او باورونه په پام کې ونیول شي. ده همدارنګه ټینګار وکړ چې سولې ته پر کار کولو سربېره اړتیا ده چې ځوانانو ته د دندو رامنځته کولو زمینه برابره شي تر څو له مخالفو ډلو سره یو ځای نه‌شي.

ټاکل شوې د سولې لپاره رضاکارې ډلې اړو کسانو او بندیانو ته د سیارو طبي خدماتو او وړیا زده‌کړو ورکولو په برخه کې کار وکړي. دا بهیر به په نږدې راتلونکي کې په عملي ډول پیل شي.

 

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS