تحصیلي بنسټونه سولې ته د رسېدو په چاره کې مهم رول لري

a.zia
Sun, Dec 01 2019 5:49 AM
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د شهید استاد برهان‌الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون له رئیس ډاکټر ذبیح‌الله اسدي سره په هېواد کې د سولې د ټینګښت د اړتیا او سولې او پخلاینې ته د رسېدو په چاره کې د تحصیلي بنسټونو د رول په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي څرګند د پوهنتونونو د استادانو او محصلینو تر منځ د سولې خبرې اترې جوړول د سولې د بهیر تر ټولو اړین پروګرام وباله او ټینګار یې پرې وکړ.

د شهید استاد برهان‌الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ډاکتر ذبیح‌الله اسدي ټینګار وکړ چې سوله د افغانستان د خلکو یوه حیاتي اړتیا ده او ویې ویل چې د ټینګښت لپاره یې باید د ټولنې هر غړی خپل رول ادا کړي.

ښاغلي اسدي «د سولې مطالعات» په نامه د ماسټرۍ پروګرام د وړاندیز په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا پوهنتون په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

همدارنګه ده د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په ګډه د سولې بهیر په اړه د بېلابېلو سیمینارونو جوړولو ته هم د دغه پوهنتون چمتووالی څرګند کړ.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS