د مدني ټولنې بنسټونه د سولې په بهیر کې د ملت د ګډون زمینه‌برابروونکي دي

a.zia
Sat, Nov 02 2019 5:54 AM
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنو د انسجام رئیسې لیلا جعفري په هرات کې د مدني ټولنې د ملي اونۍ په درې‌ورځنۍ ناسته کې د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو پر رول ټینګار وکړ.

آغلې جعفري په درېیم پنل کې «په افغانستان کې د سولې په راوستو او ترویج کې د مدني ټولنې د بنسټونو رول» په عنوان وینا وکړه.

دې وویل د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امن، هوسا او سوله‌ييز افغانستان لپاره د مدني ټولنو له بنسټونو سره دوه‌اړخیزه همغږي او همکاري غواړي.

همدارنګه آغلې جعفري د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مدني ټولنې بنسټونه د دولت او ملت تر منځ د اړیکو لپاره د پله په څېر دي.

دې وویل موږ د ملت د غږ اورېدو او د سولې په پروسه کې د هغوی د ګډون لپاره د دغه ارتباطي پله پیاوړي کول او منظمول غواړو.

دې همدارنګه په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو د استازو د غوښتنې پر بنسټ د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو په اړه د دغه وزارت د کاري ساحې په اړوند وویل: د سولې د خبرو مدیریت او د سولې د هوکړه‌لیک پر پلي کېدو نظارت د سولې په چارو د دولت وزارت د کاري ساحې یوه برخه ده.

د مدني ټولنې د ملي اونۍ ناسته د افغانستان د مدني ټولنې انستیتوت د درېیو ورځو لپاره د لیندۍ میاشتې له 8مې څخه تر 10مې نېټې پورې په هرات کې جوړه کړې وه.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS