د بېلابېلو نقلیه وسایطو د ۱۵۸ ډوله پرزو د چمتو کولو او تدارک خبرتیا!

a.zia
Tender

Publish Date

Closing Date

Location کابل

د داوطلبۍ شمېره: SMP-NCB-1398/G-01

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو غواړي چې د بېلابېلو نقلیه وسایطو د ۱۵۸ ډوله پرزو د چمتو کولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. داوطلبان دې اړونده شرطنامه د دغه وزارت له تدارکاتو ریاست څخه په چاپي بڼه یا فلش کې ترلاسه او یا یې د سولې وزارت له وېب‌پاڼې (www.smp.gov.af)   څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې په شرطنامه کې د مندرجو شرایطو له مخې چمتو او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې یې دې په بسته بڼه د اعلان له تاریخه د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې تر اوومې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

پته: شهر نو، ملالۍ واټ، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ودانۍ دویم پوړ، د تدارکاتو ریاست.

ناوخته او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین ۱۵۰۰۰۰ یو لک او پنځوس زره افغانۍ دی چې د بانکي ضمانت یا نغده توګه یې سپارلی شي. د آفر پرانیستلو جلسه د لړم میاشتې په اوومه نېټه د سې شنبې په ورځ په ۱۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دویم پوړ کې دایرېږي.

 

 

د اړیکې شمېره: ۰۷۹۸۹۰۹۵۹۱