ګڼو جهادي او قومي مشرانو، علمي کادرونو، متقاعدو پوځي جنرالانو، ډګروالانو او ځوانانو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ!

a.zia
Mon, Aug 30 2021 7:22 PM
Smp

د افغانستان اسلام امارت د امن کاروان مشر او جهادي شخصيت الحاج خليل الرحمن حقاني, د امن کاروان د عامه نظم مسؤل جهادي شخصيت حاجي ارسلاخان خروټي، جهادي او علمي شخصيت قاري محمود شاه او علمي او جهادي شخصيت مفتي محمود ذاکري او د دې کاروان يو شمير غړو د هېواد له ګڼو جهادي او قومي مشرانو، علمي کادرنو، پخوانيو جنرالانو، ډګروالانو او ځوانانو سره د سولې په چارو کې د امارت وزارت د غونډو په تالار کې ناسته وکړه.
په پيل کې د امن کاروان د عامه نظم مسؤل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او ورپسې يې د افغانستان اسلامي امارت د راتلونکو موخو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي خروټي د تېر حکومت چارواکو ته د پوره امن ډاډ ورکړ او وويل, چې د اسلامي امارت په غېږ کې به د هر چا سر او مال خوندي وي او د ټولو له حقوقو څخه به کلکه دفاع کېږي.
ورپسې جهادي او علمي شخصيت مفتي محمود ذاکري خبرې وکړې او يې وويل: چې امن په اسلام کې ځانګړی ارزښت لري، نو په همدې موخه يې خپل ټول پخواني دښمنان بښلي او په دې برخه کې د اسلامي امارت له خوا پوره ډاډ ورکړل شوی دی.
هغه زياته کړه, چې د افغاستان اسلامي امارت د خلکو د هوساينې لپاره کار کوي او په دې برخه کې يې چټک ګامونه پورته کړي دي.
د خوست ولايت پخواني امنيه قومندان تورن جنرال محمد داود امين د جنرالانو په استازولۍ وويل: په پخواني حکومت کې قانون يوازې په غريبو پلی کېده. فساد، غلا، رشوت، بې عدالتي، چور او چپاول په خپل وروستي حد کې و او دولت د زورواکو په وړاندې عاجز و.
هغه وويل: ولس له دغه حالاته په تنګ شوی و او د اسلامي امارت راتګ ته يې انتظار کاوه.
هغه زياته کړه، د اسلامي امارت سره به په ګډه کار کوي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ او همکارۍ ته چمتو دي.
د متقاعدو ډګروالانو شورا مشر ډګروال سيد افندي سنګر د ا.ا.ا په راتګ خوښي څرګنده کړه او يې وويل، چې نور له هېواده د جګړې خبرونه نه راځي او په ټول هېواد کې سرتاسري امن دی او همدا د افغانانو ستره هيله وه.
د دغې ناستې په جريان کې د هېواد بېلابيلو جهادي مشرانو او علمي شخصيتونو هم ويناوې وکړې او ټولو ګډونوالو د افغانستان اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او خپل بشپړ  ملاتړ يې اعلان کړ.
د دغې ناستې په پای کې جهادي شخصيت او د امن کاروان مشر الحاج خليل الرحمن حقاني د ټولو له راتګ او ملاتړ څخه په ځانګړې مننې سره وويل، چې د افغانستان خاوره اشغال شوې وه او د الله تعالی په فضل او د مجاهيدنو په بې ساري قربانيو دغه اشغال پاي ته ورسېده.
ښاغلي حقاني وويل: قتل، فساد، قومي پرستي او بې عدالتي پاي ته ورسېده او داسې اسلامي نظام به جوړوي، چې د ټولو افغانانو سر او مال په کې خوندي وي.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان له ملي حاکميت او خاورئ به په کلکه دفاع کوي او هئچا ته به اجازه ورنکړي، چې د هېواد په داخلي چارو کې يې لاسوهنه وکړي.
هغه د پخواني حکومت ټول کارکوونکو ته د پوره امن ډاډ ورکړ او ترې يې وغوښتل، چې خپلو دندو ته په ډاډه توګه دوام ورکړي.
دغه ناسته د جهادي او علمي شخصيت قاري محمود شاه په دعا پاي ته ورسېده.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS