د امن کاروان مشر او جهادي شخصيت الحاج خليل الرحمن حقاني په شتون کې د هېواد ګڼو جهادي او قومي مشرانو, علمي کدرنو او ځوانانو د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ!

a.zia
Sun, Aug 29 2021 4:54 AM
Smp


د افغانستان اسلام امارت د امن کاروان مشر او جهادي شخصيت الحاج خليل الرحمن حقاني, د امن کاروان د عامه نظم مسؤل حاجي ارسلاخان خروټي, جهادي او علمي شخصيت قاري محمود شاه او علمي او جهادي شخصيت مفتي محمود ذاکري د هېواد له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو, علمي کدرنو او ځوانانو سره د سولې په چارو کې د امارت وزارت د غونډو په تالار کې ناسته وکړه.
په پيل کې د امن کاروان د عامه نظم مسؤل ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ  د افغانستان اسلامي امارت په اهدافو رڼا واچوله او ټولو هېوادوالو ته يې ډاډ ورکړ, چې د اسلامي امارت غېږ د ټولو پرمخ خلاصه ده او هر څوک کولای شي خپل حقه حقوق د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ترلاسه کړي.
هغه وويل, هر چا ته به خپل حقوق په وخت ورسېږي.
ورپسې جهادي او علمي شخصيتونو قاري محمود شاه او مفتي محمود ذاکري خبرې وکړې او هغوی وويل: چې د افغانستان اسلامي امارت د خلکو د ځان او مال د ساتنې او امنيت دنده پر غاړه لري او په دغه برخه کې ټول ولس ته ډاډ ورکړل شوی دی.
يادو مشرانو وويل:چې دوی د هيواد اقتصادي پياوړتيا او ځان بساينې لپاره قوي هوډ لري او په دې برخه کې به چټک ګامونه پورته کړي.
نوموړو مشرانو له هېوادوالو وغوښتل, چې له زغم او حوصلې کار واخلي او له اسلامي امارت سره په هره برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.
د دغې ناستې په جريان کې د هېواد بېلابيلو جهادي مشرانو او علمي شخصيتونو هم ويناوې وکړې او ټولو ګډونوالو ا.ا.ا په راتګ خوښي څرګنده کړه او خپل بشپړ  ملاتړ يې اعلان کړ.
ټولو غوښتنه وکړه, چې د ا.ا.ا دې د هېواد پرمختګ ته ځانګړي پاملرنه وکړي; ځکه اوس په هېواد کې سرتاسري امن دی او د هېواد له کدرونو دې د دې وطن په سمسورتيا کې کټه واخيستل شي.
ددغې ناستې په پای کې جهادي شخصيت او د امن کاروان مشر الحاج خليل الرحمن حقاني د ټولو راتګ او ملاتړ څخه ځانګړې مننه وکړه او د خلکو غوښتنو په ځواب کې وويل, چې اشغال ختم شوی او اوس وخت راسېدلی چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو.
ښاغلي حقاني وويل: چې خپلو  ټولو پخوانيو دښمنانو ته يې عمومي عفوه اعلان کړې او له ټولو کدرونو يې هيله وکړه, چې خپلو کارونو ته په ډاډه زړه دوام ورکړي.
هغه وويل, چې په اسلام او وطن به هېڅکله معامله ونه کړي او د ژوند تر پايه به ترې دفاع کوي او دا يې د ټولو هېوادوالو دنده هم وبلله.
هغه ولس ته ډاډ ورکړ, چې په راتلونکي نظام کې خاينانو ته ځای نشته او په راتلونکي نظام کې به د ټول هېواد رښتني استازي ګډون ولري او د افغانستان اسلامي امارت به دا هرڅه په عمل کې ثابتوي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

The key statement of the Women's Voice in Peace Policy Advisory Group was issued

The key statement of the Voice of Women Advisory Group on Peace Policy-Making was issued in a face-to-face manner from 34 provinces in the presence of Dr. Alema, Acting minister and. . .

Mon, Aug 09 2021 11:30 AM
Background image

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution training program is over

The seventh round of the Peace and Conflict Resolution Training Program ended with the awarding of certificates to the participants by officials from the State Ministry for Peace.
Abdul. . .

Sun, Aug 08 2021 11:28 AM
Background image

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held

The fifth meeting of the Committee for the Prevention of Harassment of Women was held by the Gender Coordination Department of the State Ministry for Peace in the presence of Dr. Alema,. . .

BACK TO NEWS