د سولې په چارو کې د دولت وزير د سبا لپاره د افغانانو له بنسټ سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزير او د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکراتي پلاوي غړي سيد سعادت منصور نادري او د سولې په چارو کې دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې د سبا لپاره د افغانانو له بنسټ سره وکتل.
په دغه کتنه کې د سبا لپاره د افغانانو بنسټ غړو د خپلو کارونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سولې پيغام پياوړتيا او د افغاستان د سولې روانې پروسې په اړه يې د عامه پوهاوي د لوړلو لپاره ځانګړي وړانديزونه وړاندې کړل.
د سولې په چارو کې د دولت وزير په بیلابیلو برخو کې د دې بنسټ فعالیتونو، په ځانګړي توګه د داخلي بې ځایه شویو خلکو سره وستايل او د سولې په چارو کې د دولت وزارت يې ددې بنسټ د برنامو ملاتړ کوونکی ياد کړ.
ښاغلي نادري څرګنده کړه، چې دا وزارت د ملت او دولت تر منځ د اړیکو د يو پل په توګه له ټولو هغه برنامو ملاتړ کوي، چې د سولې هڅې همغږي کوي او د سولې پروسې برياليتوب کې اغېزمنې تماميږي.
همدارنګه په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستياله د سبا لپاره د افغانانو له بنسټ سره د سولې عامه پوهاوي د ګډ ميکانيزم په رامنځته کولو کار وکړي.
