د افغانستان او ترکمنستان د پارلمان ښځینه غړو په آنلاین کنفرانس کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې ګډون
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو د چارو مرستيالی مرستیالې ډاکټر عالمې د پارلماني چارو همکاريو د لا پراختيا په موخه او د افغانستان سولې په روانه پروسه کې د ښځو د رول په اړه د داوړو هېوادونو د پارلمان ښځینه غړو په آنلاین کنفرانس کې برخه واخیسته.
دغه کنفرانس په عشق آباد کې د افغانستان سفارت په همکارۍ جوړ شوی و، چې د افغانستان د پارلمان د بشري حقونو ، مدني ټولنو او ښځو چارو کمیټې غړو، د ترکمنستان پارلمان ښځینه غړو، د ملي مصالحې عالي شورا مرستيالې زهره مطهر احمدزۍ او د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسينه پکې ګډون درلود.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو د چارو مرستيالې ډاکټر عالمې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل، چې د دې ځواکونو وتل د افغانانو لپاره مثبتې پایلې لرلی شي. هغې دا هم وویل چې د افغانستان خلک دوامداره سوله غواړي او سولې او د خپل هیواد راتلونکي په اړه به خپله پریکړې وکړي.
ډاکټر عالمي وويل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې خبرو لپاره ښه نیت لري او د اوسنيو ستونزو حل يواځينۍ لار سوله او تفاهم يادوي.
هغه یو باثباته افغانستان ته د رسیدو لپاره د جیوپولیټیکي او سیمه ائیزو اړیکو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او پدې برخه کې یې د دوست هیواد ترکمنستان له همکاریو ځانګړې مننه وکړه.
د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینه صافي هم په اقتصادي، امنیتي او بيلا بېلو برخو کې د ترکمنستان هېواد له همکاريو مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې افغان حکومت په تیرو پنځو کلونو کې سیمه ییزو اړيکو برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
هغې وویل، د سیمه ائيز اړيکو له لارې په سیاسي ، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د دواړو هیوادونو میرمنو ترمنځ ښې اړیکې رامینځته کیدلی شي او د خبرو اترو دا لړۍ به د سولې او راتلونکو پلانونو په جوړولو کې اغیزناکه ثابت شي.
بیا د ترکمنستان پارلمان د بشري حقونو او آزادیو د ساتنې د کمیټې غړې ګوجیا آیشات محمد دردایوف د افغان میرمنو سره د همغږۍ په اړه خبرې وکړې او د تیرو دوه لسیزو په اوږدو کې یې د دوي لاسته راوړنې مهمې او بسټيزې و بللې.
د افغانستان د پارلمان د بشري حقونو ، مدني ټولنو او د ښځو چارو کمیټې رییسې ناهيد فرید د افغانستان روانو حالاتو ته په اشارې سر وویل چې د نړۍ او په ځانګړې توګه سیمه ائيزو هېوادنو کې د پارلماني پروګرامونو جوړول د یووالي او همغږۍ په جوړولو او په تیرو دوه لسیزو کې د افغان میرمنو لاسته راوړنو په ساتلو کې ډير ګټور ثابتېدلی شي.
