د وروستيو پېښو شهیدانو روح ته د دعا او د قران کريم د ختم مراسم ترسره شول
د عمومي ماتم اعلانولو لپاره ولسمشرۍ عالي مقام د فرمان په تعقیب، د قران کریم ختم او په هېواد کې وروستيو پیښو شهیدانو روح ته دعا کولو مراسم د سولې په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو او کارمندانو له خوا د ياد وزارت د برنامو په تالار کې ترسره شول.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د هماهنګۍ ، پالیسۍ او ستراتیژۍ معين ښاغلي عبدالله خنجاني وویل دا مراسم په هېواد کې د وروستیو پېښو شهیدانو لپاره د بښنې او ټپيانو ته د ښې روغتیا په پار جوړ شوي دي.
هغه د هېواد په بېلابېلو برخو کې وروستۍ پیښې ټکان ورکوونکې وبللې او ویې ویل چې د ورته بریدونو دوام په کوم کې, چې د افغانستان بې ګناه وګړي وژل کېږي د هیچا لپاره د منلو وړ نه دي.
