د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزير د چاپان له سفير سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزير سید سعادت منصور نادري په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره وکتل. په دغه کتنه کې د سولې روانې پروسې اړوند خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزیر د افغانستان د سولې په پروسه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او يې ویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې په ټولو کنفرانسونو کې برخه اخېستو ته بشپړ چمتووالی لري او تمه لري چې د استانبول کنفرانس به ډیر ژر جوړ شي.
هغه زیاته کړه چې د سولې د څرنګوالي په اړه د اسلامي جمهوریت نظرونه روښانه شوي او د افغانستان خلک تمه لري, چې له هغه استثنايي فرصته چې د سولې پروسې په برخه کې يې په لاس کې لرو اعظمې استفاده وشي .
ښاغلي نادري وویل چې د سیمه ایزې اجماع پیاوړي کول د سولې پروسې لپاره کليدي اړخ لري او په افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې په معنی ده.
د غونډې په جریان کې د جاپان سفیر د افغانستان د سولې له روانې پروسې سره د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او ښاغلي اوکادا د افغانستان د سولې د پروسې د بریالي کېدو په هیله وویل چې جاپان هېواد به د سیمه ایزې اجماع په پیاوړي کولو کې خپل رول ولوبوي.
