د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي چې د تل‌پاتې او عدالت‌محورې سولې لپاره واحد غږ رامنځته شي

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۷:۳۵

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري «د سولې په بهیر کې د خلکو غږ» په نامه ناسته کې د وینا پر مهال وویل چې دغه وزارت به د سولې بهیر په یوازې ځان پر مخ یونه‌سي او غواړي چې د سولې لپاره د خلکو څوګوني غږونه سره راټول کړي، تر څو د تل‌پاتې او عدالت‌محورې سولې د ټینګښت لپاره واحد غږ رامنځته شي.
آغلې جعفري ټينګار وکړ چې دغه وزارت به د سولې د هوکړه‌لیک په لاسلیکېدو، تطبیق او څارنه کې د ټولنې د ټولو پاړکو نظرونه په پام کې ونیسي.
آغلې جعفري زیاته کړه چې په دغه وزارت کې د سولې بهیر د پرمخ‌وړلو لپاره اړینې وړتیاوې شته. دې وویل دغه وزارت ژمن دی چې متخصص، مسلکي او د سولې په برخه کې پوه کسان جذب کړي تر څو د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر چتر لاندې د پالیسیو په جوړولو او پلي کولو کې همکاري وکړي.
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر هم په دې ناسته کې وینا وکړه. دې وویل، په دې کې شک نه‌شته چې ټول خلک سوله غواړي؛ خو داسې سوله چې د خلکو تر منځ برابري تضمین کړي او کوم تبعیض پکې نه وي.
بل پلو «د افغانستان د پالیسۍ د ډلې» همغږي کوونکي او د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي اتحادیې رئیس محمد فهیم دشتي په دې ناسته کې «د سولې په بهیر کې د خلکو غږ» په نامه د شوې څېړنې موندنې وړاندې کړې.
ښاغلي دشتي وویل ټول هغه کسان چې مرکې ورسره شوې، د اوربند په اړه په یوه نظر دي؛ خو یوازې د اوربند د مودې په اړه نظرونه بېلابېل دي. ده وویل چې شپېته سلنه دغه کسان د سولې بهیر ته ښې هیلې لري، دېرش سلنه دغه بهیر ته اندېښمن دي او لس سلنه هم د دغه بهیر مخالف دي.
د سولې په بهیر کې د خلکو غږ رپوټ «فریدریش ایبرټ» ادارې او د افغانستان د پالیسۍ ډلې د بېلابېلو پاړکو له شپږ سوو کسانو سره د مرکو په پایله کې چمتو کړی.

داوطلبی

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

‎هشتمین دور برنامه آموزشی اعمار صلح و حل منازعه آغاز شد

‎هشتمین دور برنامه آموزشی از سلسله ‌برنامه‌های صلح و حل منازعه از سوی ریاست آگاهی عامه وزارت دولت در امور صلح با حضور اشتراک‌کنندگان از مرکز و ولایات آغاز شد.
‎فضل‌الله واثق آمر انسجام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۱:۴۵
Background image

نشست اضطراری رسیدگی به زنان بی‌جاشده برگزار شد

نشست اضطراری به منظور گرفتن نظریات و پیشنهادات جهت حل مشکلات زنان بی‌جاشده در کابل و ولایات از سوی گروه مشورتی صدای واحد زنان در سیاست‌گذاری صلح با همکاری وزارت دولت در امور صلح و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

پرسمان «جنگ و پیامدهای آن میان جامعه مدنی و دولت» برگزار شد

پرسمان جنگ و پیامدهای آن میان جامعه مدنی و دولت به منظور ایجاد رابطه معنادار میان دولت و شهروندان در روند صلح، از سوی ریاست تشکل‌های سیاسی و نهادهای مدنی وزارت دولت در امور صلح، با حضور. . .

همه خبرها